د ژمني المپيک سیالیو په ۴ مه ورځ جرمني لومړی مقام لري
له جرمني وروسته هالنډ د سرو او سپین زرو د دوو دوو او د برونزو د يوه مډال په لرلو سره دوهم او د امریکا متحده ایالاتونه بیا د سرو زرو د دوو او د سپین زرو او برونزو د يوه يوه مډال په ګټلو درېیم ځای لري.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۸ کال په ژمنیو المپیکي سیالیو کې له ۹۲ هېوادونو نېږدې ۳۰۰۰ زرو لوبغاړو ګډون کړی چې په ۱۵ بېلا بېلو ورزشي رشتو کې لوبې کوي.
د ژمني المپیک ۲۳مپړاو سیالۍ د جمعې په ورځ د جنوبي کوريا په کوربتوب په پيونګ چانګ ښار کې پیل شوي چې د فبرورۍ د میاشتې تر ۲۵ مې به دوام کوي.