د جنوبي وزیرستان په دوه توی کې چارواکي وايي، د خلکو تر انکار وروسته یې د پولیو کیمپېن بیا بحال کړی دی خو په دې اړه صورتحال لا هم پوره واضحه نه دی ځکه چې د دوتاڼیانو د دې سیمې مشرانو د فبرورۍ پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي ول، د ګوزڼ له درې ورځني واکسیني کیمپېن څخه یې انکار کړی.