په پاکستان کې د اتو ماشوماتو پر قتل تورن کس په اعدام محکوم شو
په پاکستان کې یوې محکمې په ګڼو قتلونو یو تورن کس وروسته له هغه په اعدام محکوم کړ چې د اتو ماشومانو په وژلو مجرم وپېژندل شو.
په دې کې پر یوې اوه کلنې نجلۍ جنسي تېری او وژنه هم شامل دي چې په پاکستان کې یې پراخ اعتراضونه راوپارول.
پولیسو د جنورۍ په نیمایي کې د زینب انصاري مړی د لاهور ښار په قصور سیمه کې تر لادرکۍ څلور ورځې وروسته وموند.
پولیسو ویلي چې د عمران علي د «ډي. ان. اې» نمونې د زینب په ګډون د اتو ماشومو نجونو پر جسدونو له موندل شویو نمونو سره سر خوري.
له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې د لاهور په همدې قصور سیمه کې د ماشومانو د ورکېدو په اړه شکایتونه شوي دي.