په ایران کې پلتونکې ډلې د الوتکې د سقوط ځای ته تللي
په ایران کې د پلتڼې او ژغورنې ډلې د هغې مسافر وړونکې الوتکې د سقوط ځای ته تللي چې پرون، اصفهان ته نېږدې، د دنا په نوم غره کې راوغورځېده.
چارواکو وویل، ټول ۶۵ تنه چې په الوتکه کې سپاره وو، وژل شوي دي.
د ایران دولتي ټلوېزیون نن د چارواکو په حواله خبر ورکړ چې د پلټنې په عملیاتو کې نن هليکوپټر هم برخه لري.
د ایران کهګیلویه و بویراحمد والي، علي محمد احمد پرون له ایرن ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي و چې د هوا د خرابېدو او د واورې د ورېدو له امله د پلټنې عملیات په سستۍ پرمخ ځي.
د اسمان هوايي شرکت مسافر وړونکې الوتکه، پرون د تهران له مهراباد هوايي ډګره الوتې او د یاسوج په نوم د غرنۍ سیمې په لور د پرواز په وخت کې یې سقوط وکړ.
د ایران پرېس ټي وي ویلي چې د الوتکې د سقوط ځای ته د ژغورنې ډلې نن سهار لمر خاته مهال ور ورسېدلې.