د هندوستان کرکټ لوبډلې جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه
د هندوستان او جنوبي افریقا ترمنځ د روانو درېیو ۲۰ اوریزو لوبو په لومړۍ لوبه کې هندوستان جنوبي افریقا ته په ۲۸ منډو ماته ورکړه.
په دغه لوبه کې هندوستان لومړی بیټنګ وکړ او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ وايکټو په زیان سره ۲۰۳ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۲۰۴ منډو هدف وټاکه.
په ځواب کې یې د جنوبي افریقا لوبډلې د ۹ وایکټو په زیان سره په ۲۰ اورونو کې ۱۷۵ منډې جوړې کړې او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله.
د هندوستان لپاره بهونیشور کمار غوره توپ اچوونه وکړه او په ۴ اورونو کې یې ۲۴ منډې ورکړې او د سیالې لوبډلې ۵ لوبغاړي يې وسوځول.
د دواړو لوبډلو ترمنځ دوهمه شل اوریزه لوبه د فبرورۍ میاشتې په ۲۱ مه په سنچورین کې ترسره کېږي.