منګل: افغان ځواکونو خپله مېړانه ثابته کړې
د ننګرهار والي وايي، افغان امنيتي ځواکونو ثابته کړې چې د بهرنيانو له ملاتړ پرته هم د هېواد ساتنه کولاى شي.
محمد ګلاب منګل دا خبره نن په جلالاباد کې د سرتېري د ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.
هغه وويل په ٢٠١۴ میلادي کال کې چې کله اکثريت بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، ګومان کېده چې افغان ځواکونه به د امن د ټينګښت توان ونهلري.
ده زیاته کړه:
"زموږ وسلهوالو ځواکونو په عمل کې ثابته کړه چې کولاى شو د خپلې عزتمنې او پاکې خارې ساتنه او دفاع وکړو."
د ننګرهار امنيه قوماندان بيا د ننګرهار د ولسونو مننه وکړه چې د افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ يې کړى دى.
د کب يا حوت مياشتې نهمه د سرتېري د ورځې په توګه له څو کلونو راهيسې په افغانستان کې لمانځل کېږي.