غني: افغانستان به د جګړې او سياست په دواړو ډګرونو کې بريالی وي
افغان ولسمشر وايي، افغانستان به د جګړې او سياست په دواړو ډګرونو کې بريالی وي.
ولسمشر محمد اشرف غني نن د سرتېرو د ورځې په مناسبت په غونډه کې خبرې وکړې.
ده افغان امنيتي ځواکونه وستايل، خو ټينګار يې وکړ چې د امنيت د ټينګښت په برخه کې غفلت د منلو وړ نهدی.
د حوت نهمه چې د حکومت لهخوا د سرتېري د ورځې په نوم نومول شوې، نن د افغانستان د دفاع وزارت لهخوا د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په دې غونډه کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني تر څنګ، د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله او د درې ګونو امنیتي ارګانونو مسؤلینو ګډون کړی و.
اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وویل، د ملي یووالي حکومت ژمن دی چې د وسلهوال پوځ د ټولو ارګانونو د منسوبینو او د دوی د کورنیو ستونزو ته لازمه رسیدهګي وکړي.
د دفاع وزیر طارقشاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس برمک، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي هم وويل چې جنګ پر افغانانو تحمیل شوی او د دغه ناروا جنګ پر وړاندې پهکار ده چې د افغانستان خلک د هېواد دښمنان وپېژني او پر وړاندې یې مبارزه وکړي.