حمیدي: په کندز کې د طالبانو د مهماتو یوه زېرمه لمنځه وړل شوې
د کندز ولایت امنیتي چارواکي وايي، په تېرو دوو ورځو کې افغان کډو ځواکونو د دې ولایت په کچه په دوو جلاجلا عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو د مهماتو یوه زېرمه له منځه وړې.
د کندز امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحمید حمیدي له رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل چې د دې ولایت امنیتي ځواکونو د وسله والو مخالفینو د مهماتو یوه زېرمه له بېلابېله ډوله مهماتو او د ځان وژونکو حملو د یو واسکټ په ګډون د کندز ښار اړوند د زاخېلو له سیمې څخه کشف او ضبط کړل:
"په تېرو دوو ورځو کې د ملي امنیت، د ملي پولیسو او د ملي اردو ځواکونو د کندز ښار اړوند سیمو کې عملیات ترسره کړل چې په پایلې کې د کندز ښار اړوند د زاخېلو له سیمې څخه د وسله والو مخالفانو د مهماتو یوه زېرمه چې په کې د ځان وژونکو حملو یو واسکټ، بېلابېل ډوله ماینونه او پوځي اینفورم شامل وو کشف او ضبط کړل او یو کس هم په دې تور نیول شوي دي."
نوموړي همداراز، د کندز د خان اباد ولسوالۍ د موسی زیو په سیمې کې د څلور تنو غیر مسؤل وسله والو همدارنګه د کندز – تخار د لويې لارې په اوږدو کې د یوه تن سړي تښتونکي د نیول کېدو خبر هم ورکوي.
ښاغلي حمیدي زیاته کړه چې له دغو نیول شو کسانو څخه د پولیسو څېړنې روانې دي او وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.