خامنه ای: ایران به د سوریې د ولسمشر ملاتړ ته دوام ورکړي
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه ای پرون د سوريې ولسمشر بشار اسد وستایه او ويې ویل چې تهران به د هغه ملاتړ ته دوام ورکړي.
خامنه ای په داسې وخت کې د اسد ستاینه کوي چې د سوريې په غوطه سیمه کې د ملکيانو د مرګ ژوبلې له امله نړیوالو سخته غوسه ښوولې او انتقادونه يې کړي دې.
خامنه ای ویلي ايران به د سوريې د حکومت ملاتړ ادامه ورکړي.
د خامنه ای په خبره سوریه نن د جګړې په لومړیو کرښو کې ده او دا زموږ دنده ده چې د سوريې له مقاومت دفاع وکړو.
نوموړي اسد د مقاومت یو ستر مثال وګڼه.
د ایران د مذهبې مشر تر دې څرګندونو یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې له ایران او روسيې غوښتنه وکړه چې له بشار اسده وغواړي څو د دمشق په څنډه غوطه سیمه کې د ملګرو ملتونو لخوا اعلان شوي اوربند ته درناوی وکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا تېره شنبه په غوطه کې د ۳۰ ورځني اوربند د ټينګښت لپاره يو پرېکړه ليک تصويب کړ، خو په سیمه کې تاوتریخوالى لا هم دوام لري چې د جګړې ښکېلې خواوې يې ملامتي پر یوه اوبل اچوي.
د راپورونو له مخي په غوطه کې د روسيې او سوريې د هوايي ځواک په وروستۍ بمبارۍ کې څه د پاسه پنځه سوه ملکيان وژل شوي دي.