حبیبه سرابي: د طالبانو چوپتیا د غور وړ مسئله ده
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي دا چې وسله والو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د سولې پېشنهاد رد کړى نه دى، د غور وړ مسئله ده.
د دې شورا مرستيالې حبيبې سرابي نن جمعه ازادۍ راډيو ته وويل په دې برخه کې دوى کومه اندېښنه نه لري:
"د طالبانو لورى چې ټول مسايل ورته متوجه دي، بايد کوم ځواب ولري؛ په کار ده افغانانو او افغان ولس ته يې ځواب قناعت بخښونکى وي، موږ دغه اقدام ته منتظر يو؛ دا چې دغه پېشنهاد نه رد کېږي، د غور وړ مسئله ده په کار نه ده په دې برخه کې کومه اندېښنه ولرو."
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کابل پروسې په دويمه غونډه کې وويل، که وسله وال طالبان د سولې له پروسې سره ملګري شي، حکومت به يې د سياسي ګوند په توګه په رسميت وپېژني.
وسله والو طالبانو تر دې مخکې د افغان حکومت د سولې پېشنهادونه رد کړي دي.