نایاب:د تښتول شویو کسانو له ډلې۱۰تنه یې لا نه دي خوشې شوي
د ارزګان ولايت چارواکي وايي، د شا او خوا ٢۵ تښتول شويو مسافرو له ډلې لا هم ١٠ کسان له وسله والو طالبانو سره دي.
د سې شنبې په ورځ د ارزګان- کندهار د لويې لارې په اوږدو کې د دولت وسله والو مخالفینو دغه۵٢٥ مسافر له موټرو کښته او له ځان سره بوتلل.
ولايتي اداره وايي دوى وتوانېدل ٦ کسان په هغه ورځ د قومي مخورو په منځګړيتوب خوشې کړي او ٩ کسان پرون پنجشنبه خوشې شول.
د والي وياند دوست محمد ناياب وايي، هڅې روانې دي چې پاتې کسان هم خوشې شي.
قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والو طالبانو وياند معرفي کوي، په يوه ايميل کې ادعا کړې چې دوى د نيول شويو کسانو له ډلې ۵ تنه خوشې کړي چې په هغوى کې د والي وياند دوست محمد ناياب هم شامل دى.
خو ښاغلي ناياب د ده د نيول کېدو خبر بې اساسه بللې او دا يې د وسله والو طالبانو د تبليغاتو هڅه ګڼلې ده.
قاري يوسف احمدي ادعا کړې چې په مجموع کې ١٣ کسان له دوى سره دي چې د محکمې له خوا به يې د برخليک په اړه پرېکړه کېږي.