مجروح: د کابل انتحاري حملې یو۶کلن ماشوم وژلی ۱۴تنه ټپيان کړي
د افغانستان د روغتيا وزارت وايي، په کابل کې په نننۍ ځان وژونکې حمله کې يو شپږکلن ماشوم وژل شوى او ١۴ تنه نور ملکيان ټپيان دي.
د دغه وزارت وياند وحيد مجروح ازادي راډيو ته وويل په حمله کې ټپي شوي کسان روغتونونو ته لېږدول شوي دي:
"نن د کابل د نهمې حوزې په خونړۍ پېښه کې يو ٦ کلن ماشوم شهيد شوى او ١٤ تنه نور ټپيان شوي دي، ټپيان مربوطه روغتونونو ته لېږدول شوي چې روغتيايي خدمات ورته وړاندې کېږي، هيله ده چې د دې پېښې تلفات تر دې زيات نه شي."
تر دې مخکې د کابل پوليسو ويلي وو چې نن سهار شا او خوا نهه بجې د کابل په قابل باى سيمه کې دغې ځان وژونکې حملې يو تن وژلى او څلور تنه نور ټپيان کړي دي.
د کابل د پوليسو وياند بصير مجاهد ازادي راډيو ته ويلي وو، دغه حمله د يوه سوزوکي ډوله موټر په ذريعه د بهرنيو ځواکونو د موټرو پر کاروان شوې ده.
تر اوسه د دې حملې مسؤليت چا نه دى منلى.
دا حمله په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په دويمه غونډه کې وسله والو طالبانو ته د سولې د مذاکرو او روغې جوړې پېشنهاد وکړ.