په هرات کې نن د پیمان او امو فوټبال لوبډلې د لوبې ډګر ته ځي
د هرات ولایت د فوټبال حذفي جام سیالیو په لړ کې نن د پیمان او امو لوبډلې د يو بل په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.
د هرات ولایت د فوټبال تخنیک ډایرکټر نجیب الله نوروزي ازادي راډیو ته وویل چې د تېرې ورځې په لوبه کې د سرخ پوشانو لوبډلې د جامي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د فوټبال دغه سیالۍ نېږدې يوه میاشت وړاندې په هرات ولایت کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ پېل شوي چې يوه اوونۍ به نور هم دوام وکړي.