یوه پخواني روسي پولیس ته د عمري بند سزا ورکړل شوې
د روسیې یو پخوانی پولیس په سایبریا کې د ۱۹ ښځو پر وژلو مجرم پېژندل شوی او ورته د عمري بند سزا ورکړل شوې ده.
د نوو سیبیریسک د سیمې محکمې نن سې شنبه اعلان وکړ چې دغه پولیس چې یاوګیني چاپلینسکي نومېږي، شپږ ورځې مخکې قضایي هیئت هغه د ۱۹۹۸ او ۲۰۰۵ کلونو ترمنځ د ۱۹ ښځو پر وژنو مجرم وپېژاند.
څارنوالانو ویلي چې د چاپلینسکي ډېرۍ قربانیانې جسم پلورونکې وې او مخکې له دې چې ویې وژني، له یوشمېر دغو ښځو سره یې جنسي اړیکې هم درلودې.
نوموړی په ۲۰۰۴ کال کې نیول شوی، خو د پولیسو له ماموریته په تېښته بریالی شوی و.
په ۲۰۰۶ کال کې بیا توقیف شو، خو د شواهدو او اسنادو د نشتوالي له امله، خوشې شوی و.
نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې بیا وروسته له هغې ونیول شو چې د «ډي. ان. اې» معایناتو ثابته کړه چې هغه په دغو وژنو کې لاس لري.