په کونړ کې له سلګونو بېځایه شویو کورنیو سره مرسته وشوه
په کونړ کې پر شااوخوا ۱۰۰۰ بېځایه شویو او غریبو کورنیو باندې خوراکي توکي ووېشل شول.
په کونړ کې د بېړنیو پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې مسؤل غلام علي ثبات د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په مرسته شویو موادو کې اوړه ورېځې او نور بېلابېل خوراکي توکي شامل و.
نوموړي زیاته کړه:
"د پېښو په وړاندې د مبارزې او جمتووالي ملي ادارې لخوا کونړ سره ۲۰۰ ټنه اوړه او ورېځې مرسته شوې ده او دا موږ هغو کورنیو سره مرسته کوو چې د دې کال په اوږدو کې د طبعي او غیر طبعي پېښو کې زیانمنې شوې وې او یاهم له خپلو سیمو بې ځایه شوې وي، نو موږ نن په اسعداباد کې د ۷۷۷ کورنیو سره کمک کوو .۱۰۰ کیلو اوړه او یو کارتن کانسروا ده چې ۲۴ قطۍ پکې دي او دا دقزاقستان هیواد موږ سره کمک کړی."
هغه وايي، غواړي چې په راتلونکې کې هم پر نورو غریبو او بېځایه شویو کورنیو باندې مرستې وویشي.