انګلامیرکل د څلورمې دورې لپاره د صدراعظمې په توګه وټاکل شوه
د جرمني پارلمان نن انګلا میرکل د څلورمې دورې لپاره د دې هېواد د صدراعظمې په توګه وټاکله.
د پارلمان د استازو جرګې میرکل ته رایه ورکړه او تمه ده چې هغه به نن په برلین کې د ولسمشر فرنک والټر شټاین مایر په دفتر کې لوړه وکړي.
د پارلمان په نننۍ پرېکړې سره د اروپا د ستر اقتصاد لرونکي جرمنې د څو میاشتو سیاسي لانجه پای ته ورسېده.
د جرمني چپ لاسی سوسیال ډموکراټ ګوند له انګلا میرکل سره په ائتلاف کې شامل دی.