تمه ده بریتانیا د روسيې پر ضد یو لړ اقدامات اعلان کړي
تمه کېږې چې د بریتانيې صدراعظمه ترزا مې نن د روسيې پر ضد یو لړ اقدامات اعلان کړي.
لندن وروسته تر هغې دا پرېکړه وکړه چې روسيې د بریتانيې دې پوښتنې ته چې څرنګه د سړې جګړې د وخت جوړ د اعصابو فلجونکو موادو څخه د روسيې د پخواني جاسوس په مسمومولو کې استفاده شوې ده.
بریتانيې روسيې ته په دې اړه د سپیناوي لپاره د تېرې شپې تر نیمايي ضرب الاجل ټاکلی و.
امریکا او اروپايي ټولنې په دې برخه کې د بریتانيې ملاتړ کړی دی او ویلي يې دي چې زیات احتمال شته چې د بریتانيې په لوېدیځ کې د سرګي سکریپال او د هغه د لور په مسمومولو کې روسیه لاس ولري.
روسیې په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او وايي، تر هغې به د بریتانيې غوښتنه ځواب نه کړي تر کومې پورې چې ورته د اعصابو د دې فلجونکو موادو نمونې نه وي ښودل شوي.