چارواکي: پېښور کې ۱۴۴مه دفعه د پښتنو جلسې مخنيوي لپاره نه ده
د خېبر پښتونخوا چارواکي پر سوشل مېډيا يا ټولنيزو مطبوعاتو خپرې شوې هغه اوازې بې بنياده بولي چې وايي د پېښور کمشنر د دفعه ۱۴۴ په لګولو سره کرفيو يا ګرځبندېز عملي کړی او په دې توګه غواړي د پښتون تحفظ غورځنګ د راتلونکې جلسې مخه ونيسي.