لاوروف: مسکو به ریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي
د روسيي د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف نن وویل، مسکو به د بریتانيې له خوا د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو په عکس العمل کې بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وباسي.
د بریتانيي او روسيي ترمنځ دا ډیپلوماتیکه شخړه په بریتانیه کې دی یوه پخواني روسي جاسوس د مسمومولو له امله چې لندن وايي، د سړې جګړې د وخت اعصاب فلجونکې موادو څخه په کې کار اخېستل شوی، راپورته شوې ده.
خو د روسيي د بهرنیو چارو وزیر په قزاقستان کې خبریالانو ته وویل، په دې اړه خبرو کې دا ونه ویل چې روسیه به کله او څومره بریتانوي ډیپلوماتان وباسي.
بریتانیه وايي، روسیه د ۶۶ کلن پخواني جاسوس سرګي سکریپال او د هغه د ۳۳ کلنې لور د وژلو د هڅې تر شا ده.
سکریپال او لور ېې د مارچ په څلورمه نېټه د بریتانيي په جنوب کې په بې سده حالت کې وموندل شول.