د جرمني پولیسو هغه افغان نیولی چې غواړي مرکل ته نېږدې شي
د جرمني پولیس د هغه افغان د نیولو خبر ورکوي چې هڅه يې کوله د دې هېواد صدراعظمې انګلا مرکل ته نېږدې شي.
پولیس وايي، دې سړي د چهارشنبه په ورځ هغه مهال چې انګلا مرکل له پارلمانه وتله، هغې ته د نېږدې کېدو هڅه وکړه.
د دې افغان هویت نه دی په ډاګه شوی او پولیس وايي چې نیول شوی کس کومه مذهبي او یا سیاسي انګیزه نه لري بلکه رواني ناروغ دی.
د جرمني د ټلوېزیوني چینلونو له لارې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاره کېږي چې دا سړی انګلا مرکل ته په ۶ مترۍ کې کله چې هغه موټر ته خېژي، د پولیسو له خوا نیول کېږي.