رویا سادات د زړه ورو ښځو نړیوالې جایزې ته کاندیده ده
د ۲۰۱۸مېلادي کال د زړه ورو ښځو نړيواله جايزه په نړۍ کې لسو زړه ورو ښځو ته ورکول کېږي چې پکې د افغانستان رويا سادات هم شامله ده.
دا جايزه په نړۍ کې هغو ښځو ته ورکول کېږي چې د مشرتابه، بشري حقونو، ښځو د پياوړتيا او سولې په برخه کې يې ځانګړی فعالیت کړی وي.
دا جايزې په ۲۰۰۷مېلادي کال کې پيل شوې او له هغه راهيسي د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په ټوله نړۍ کې يو سل او شلو ښځو ته دغه جايزې ورکړي دي.
رويا سادات افغان فلم جوړوونکې ده.
دا د افغان ښځو د ژوند په اړه فلمونه جوړوي او غواړي د هغوی په ژوند کې يو مثبت بدلون راولي.
د مېرمن سادات لومړی فلم درې ټکي نومېږي چې دې د يوې داسې ښځې پر ژوند جوړ کړی وو چې له کونډېدو وروسته له يوه خپل سره واده ته اړ ايستل شوې.
په ۲۰۱۳مېلادي کال کې مېرمن سادات د افغانستان لپاره د ښځو نړيوال فستيوال بنسټ کېښود چې د ښځینه فلم جوړوونکو ملاتړ کوي.