د جوزجان په درزاب کې د داعش ۴ وسله وال وژل شوي
د جوزجان چارواکي په درزاب ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د څلورو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د دې ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امرعبدالحفیظ خاشي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه د دې ولسوالۍ پر یوې امنیتې پوستې د داعش وسله والو برید وکړ چې له څلورساعته نښتو وروسته، افغان امنیتي ځواکونو په شا وتمباول. د هغه په وینا، په دې پېښه کې یو سرتېري وژل شوی او پنځه وسله وال ټپیان شوي دي.
درزاب د جوزجان یوه له هغو ولسوالیو ده چې داعش ډله پکې ډېره فعاله ده.