د کابل د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وروستي پړاو ته ورسېدې
د کابل د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ وروستي پړاو ته ورسېدې.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغو سیالیو کې د کابل ښار له پنځو زونونو او ولسوالیو ۲۷۲ لوبغاړو ګډون کړی چې په ۱۰ وزنونو کې سیالۍ کوي.
د ښاغلي پیمان په خبره، دغه سیالۍ دوه ورځې وړاندې پیل شوې او ټاکل شوې چې سبا چهارشنبه د غوره څېرو په ټاکلو سره پای ته ورسېږي.
د ده په خبره، له هر وزني کلاسه به څلور، څلور تنه او په ټوله کې ۴۰ تنه د کابل ولایت د منتخبې لوبډلې لپاره وټاکل شي چې دغه لوبغاړي به بیا د ملي لوبډلې په ټاکنیزو سیالیو کې برخه واخلي.