د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سې شنبه کابل ته راورسېده
![د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن سې شنبه کابل ته راورسېده](https://gdb.rferl.org/4024CD74-05D7-4904-98EA-A26E9AA99B34_w800_h450.jpg)
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۱۹ میلادي کال د نړیوال جام د غوراوي لپاره د زېمبابوې د سیالیو د اتلولۍ په خپلولو سره، نن سې شنبه کابل ته راستنه شوه.
د کرکټ ملي لوبډلې د هرکلي لپاره په کابل کې یو لړ مراسم په پام کې نیول شوي دي.
د ازادي راډيو خبریال وایي چې د کابل له هوایي ډګره د افغانستان تر راډیو ټلویزیونه پورې چې په پام کې ده دغه مراسم پهکې ترسره شي، د لارې په دواړو غاړو کې خلک خوښي کوي او ډولونه وهل کېږي.
په دغو ۵۰ اوریزو سیالیو کې چې د زېمبابوې په پلازمېنه هراره کې پیل شوې وې، افغانستان له وېسټ انډیز، شمالي ایرلنډ او متحده عربي اماراتو لوبې وګټلې.
له افغانستان سره وېسټ انډیز هم د ۲۰۱۹ میلادي کال نړيوال جام ته چې په وېلز او انګلستان کې ترسره کېږي، ووت.