په ارزګان کې د څه باندې ١٠ وسلهوالو د وژل کېدو خبر ورکړل شو
د ارزګان چارواکي وايي په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په بريدونو کې د ملي اردو ٢ سرتېري او د دولت څه باندې ١٠ وسلهوال مخالفان وژل شوي دي.
د والي ویاند دوست محمد نایاب نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې بریدونه تېره شپه د دې ولسوالۍ په ختيځ کې شوي دي.
دی زیاتوي:
"په دغو بريدونو کې زموږ د ملي اردو ٢ تنه سرتېري په شهادت رسېدلي، تر ۱۰ زيات وسلهوال مخالفان هم وژل شوي دي."
د والي وياند هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکې د ملي اردو ځيني سرتېري د وسلهوالو مخالفانو لهخوا اسير شوي دي.
د وسلهوالو طالبانو يوه وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کړې چې څلور پوستې يې نيولي او لسګونه افغان پوځيانو تهيې مرګ ژوبله اړولې ده.