د خوست او کورمې پر پوله نښته، دواړو غاړو ته مرګ ژوبله
رسمي سرچینې وايي، په نښته کې د پاکستاني لوري دوه کسان او د افغان هغه یو کس وژل شوی د پاکستان پوځ وايي،په کورمه اېجنسۍ کې د افغانستان سره پر پوله د پاکستاني او افغان سرتېرو ترمنځ د ډزو په تبادله کې د دوی دوه سرتیري وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.