د پاکستان په کراچۍ کې پولیسو یو تن مظاهره کوونکی وژلی
د پاکستان په کراچۍ ښار کې نن یو تن هغه مهال ووژل شو چې پولیسو د قهرجنونو مظاهره کوونکو د تیت او پرک کولو لپاره هوایي ډزې وکړې او اوښکې بهونګی ګاز یې استعمال کړ.
دغه اخ وډب په هغې مظاهره کې چې روانه اوونۍ د یوې اووه کلنې نجلۍ د ورکېدو او وژل کېدو د پېښې په وړاندې پیل شوې وه، رامنځته شو.
مظاهره کونکو پولیس تورن کړ چې په دې پېښه کې یې بې غوري کړې ده.
پولیسو ويلي چې اولس تنه چې اکثره یې پولیس په نښتو کې ټپیان شوي دي.
د امیر فاروق په نوم د پولیسو یوه لوړ پوړي افسر وویل چې دغه نجلۍ دوه ورځې مخکې لادرکه شوې وه چې مړی یې پرون وموندل شو.
لومړني طبي معاینات ښیي چې پرهغې جنسي تېری شوی او زیندۍ شوې ده.