«IPL»: د راجستان رایلز او کلکتې نایټ رایډرز لوبدلو ترمنځ لوبه کېږي
نن چهارشنبه به د هندوستان د کرکټ د سوداګریزو سیالیو ۱۵مه لوبه د راجستان رایلز او کلکتې نایټ رایډرز لوبدلو ترمنځ په جیپور کې ترسره شي.
کلکتې تر دې له څلورو لوبو دوه خو راجستان بیا د ترسره شوېو درېیو لوبو څخه دوه ګټلي دي او دواړه څلور- څلور پواینټه لري.
د دغو سیالیو د تېرې شپې په لوبه کې بیا ممبي انډینینز لوبډلې د رایل چیلنجر بنګلور لوبډلې ته په نسبتاً لوړ توپیر ۴۶ منډه ماتې ورکړه.
دا لوبه چې په ممبي کې ترسره شوه پهکې د ممبي لوبډلې د بنګلورلوبډلې ته د ۲۱۳ لوړو منډو هدف ټاکلی و چې په ځواب کې یې د ویرات کوهلي په مشرۍ د رایل چیلنجر لوبډلې په ټاکل شوېو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یوازې ۱۶۷ منډې جوړې کړې.