په بغلان کې ټرافیکي پېښې ۲تنه مړه کړي
په بغلان کې نن غرمه په يوه ټرافيکي پېښه کې دوه تنه مړه شوي او ٧ تنه نور ټپيان شوي دي.
پېښه د دوشي ولسوالۍ په پيازقول سيمه کې شوې ده.
د بغلان د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع وويل چې د يوه مسافر وړونکي او بار وړونکي موټر ترمنځ دغه ټکر د چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله شوى دى.
ښاغلى شجاع وايي، ټپيان د پلخمري روغتون ته انتقال شوي چې وضعيت يې د ډاډ وړ دى.