د باميان او مرکزي ولايتونو ترمنځ د برښنا رسولو او وېش موافقې وشوې
د افغانستان برښنا شرکت د باميان او مرکزي ولايتونو ترمنځ د برښنا رسولو او وېش درې موافقې لاسليک کړې.
د دغه شرکت وياند وحيد الله توحيدي ازادي راډيو ته وويل چې دغه قرداردادونه په ارګ کې د برښنا شرکت د اجرائيه مشر امان الله غالب او درېيو کمپنيو ترمنځ لاسليک شول:
"يوه له دوشي څخه تر باميان پورې د برېښنا رسولو پروژه ده، بله د برېښنا د وېش شبکه ده چې دا مهال د ٢٠زره کورونو لپاره طرحه شوې او ممکن په راتلونکي کې دا شمېر ٣٠٠زره کورونو ته زيات شي، درېيمه د سب سټېشن د جوړښت موافقه وه چې لاسليک شوه."
ښاغلى توحيدي وايي، په ټوله کې پر دغو پروژو څه کم ٨٠ میليونه امريکايي ډالره لګښت راځي چې د اسيا پرمختيايي بانک له بلاعوضه مرستو ورکول کېږي.
ويل شوي چې دغه پروژې به په راتلونکو ٢ کلونو کې د برېښنا شرکت تر څار لاندې بشپړې او په زرګونو کورنۍ به د برېښنا له نعمت څخه برخمنې شي.