په بغلان کې د سړک غاړې ماین چاودنې ۵ملکیان وژلي
د بغلان ولايت چارواکي وايي، مرکز ته نېږدې پر يوه مسافروړونکي موټر د سړک غاړې ماين په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.
په دې چاودنه کې چې د مرکز پلخمري په خواجه الوان سيمه کې شوې، د موټر څلور تنه نوره سورلۍ ټپيانې شوي دي.
د پوليسو د امنيه قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع ازادي راډيو ته وويل چې پېښه نن تر غرمې مخکې شوې ده.
شجاع وايي، په موټر کې سپاره کسان د سيمې يوه کلي ته د فاتحې ته روان وو.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پر دې پېښه خواشيني ښوولې ده.