بې سرحده خبریالان: د مطبوعاتو په وړاندې د کرکې فضا پراخه شوې
د بې سرحده خبريالانو ټولنې خبردارى ورکړى چې د مطبوعاتو له ازادي سرغړونې نور په اقتدار غوښتونکو او ديکتاتورو رژيمونو پورې محدودې نه دي.
په پاريس کې دېره دغه بنسټ په ٢٠١٧مېلادي کال په نړۍ کې د مطبوعاتو د ازادي په اړه په خپل راپور کې ويلي چې د مطبوعاتو په وړاندې د کرکې فضا ډېره پراخه شوې ده.
دغه بنسټ هر کال د نړۍ په شا و خوا ١٨٠ هېوادونو کې د مطبوعاتو د ازادي سطحه ارزوي.
په دې ارزونه کې د امريکا متحد ايالتونه هم شامل دي چې د مطبوعاتو د ازادي په برخه کې يې اوس دوې نومرې کمې شوي او پنځه څلوېښتم هېواد دى.
په فهرست کې افغانستان ١١٨م، پاکستان ١٣٩م، ايران ١٦٤م او تاجکستان ١٤٩م راغلى دى.
راپور وايي د رسنيو په وړاندې له خصومت څخه ډک چلند د ترکيې او مصر غوندې په اقتدار غوښتونکو هېوادونو پورې نه محدودېږي، بلکې زيات هغه سياسي رهبران هم چې د ډيموکراتيکو بهيرونو له لارې ټاکل شوي، نور مطبوعاتو ته ډيموکراسۍ د اساسي پايې په سترګه نه ګوري.
د بې سرحده خبريالانو د بنسټ په راپور کې ناروې او سويډن د تېر کال په څېر په اوله او دويمه درجه کې راغلي دي.