د فراه د امنیه قوماندانۍ یو لوړپوړی افسر وژل شوی
د فراه د امنیه قوماندانۍ د ترورېزم پرضد د مبارزې د څانګې مرستیال پرون په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.
د فراه ولایت د مطبوعاتي دفتر مشر ناصرمهري وايي، عبدالجلال په داسې حال کې چې له دفتر څخه کورته روان و، د فراه ښار په دریمه ناحیه کې د نامعلومو وسله والو په ډزوو ووژل شو.
ښاغلي مهري په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پېښې په تړاو تراوسه څوک نه دي نیول شوي.
په فراه کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه په دې وروستیو کې زیات شوي دي او څو میاشتې مخکې د مرکز فراه په اړوندو سیمو کې هم څو ځلې وسله والو طالبانو حملې وکړې.