په ارمنستان کې یوه ټرافیک پولیس دوه تنه وژلي
د ارمنستان پولیسو په پلازمېنه ایروان کې یو ټرافیک پولیس د دوو کسانو د وژنې په تور نیولی دی.
چارواکي وايي، دې ټرافیک پرون له یو بانک څخه د غلا پرمهال د بانک یو کارکوونکی او یو پولیس افسر وواژه.
د ایروان د پولیسو اداره وايي چې د مشکوک تورن نوم ډګروال دانیل دانیلیان دی او د ایروان د ټرافیک په دفتر کې یې کار کاوه.
چارواکو پرون له دې مخکې ویلي و چې په لاسي بم، ټوپک او چاړه سمبال یوه غله د بانک پر یوه څانګه حمله وکړه، د بانک پر دوو کارکوونکو یې ډزې وکړې، یو یې وواژه او بل یې ټپي کړ.
د چارواکو په وینا کله چې پولیس د پېښې ځای ته ورسېدل برید کوونکي له بانک څخه یوڅه نغدې پیسې غلا کړې وې او غوښتل یې چې وتښتي.
دوی وايي چې بریدکوونکي پر پولیسو هم ډزې وکړې او یو یې ټپي کړ.
ټپي پولیس وروسته په روغتون کې سا ورکړه.
د پولیس چارواکي زیاتوي چې تورن کس وروسته ونیول شو.