د اسپانیا صدراعظم د «بسک» بېلتونپالو د غورځنګ هغه اعلان رد کړ
د اسپانیا صدراعظم ماریانو راخوی «Mariano Rajoy» د بسک بېلتونپالو د غورځنګ هغه اعلان رد کړی چې وايي دا ډله به له منځه یوسي.
راخوی ویلي دي چې د بسک وسله والې ډلې «ETA» له خوا دا اعلان خوشې تبلیغ او تشې خبرې دي.
راخوی زیاته کړه چې «ETA» ډله د دولت د اقداماتو او د اسپانیا د ډیموکراسۍ په نتیجه کې د خپل انحلال اعلان ته مجبوره شوې ده.
راخوی چې د اسپانیا په شمال کې د ترورېزم ضد ترینینګ په یوه مرکز کې خبرې کولې همداراز یادونه وکړه چې د بسک بېلتونپالو د انحلال په بدل کې به دې ډلې ته هېڅ راز امتیاز او وسله والو ته به یې قانوني معافیت ورنه کړل شي.
د بسک بېلتونپالو ډلې د چهارشنبې په ورځ په یوه لیک کې چې په انلاین خپرونه اېل دیاریو «El Diario» کې خپور شو وویل چې خپل ټول تشکیلات یې منحل کړي او د اسپانیا په شمال او فرانسې په جنوب کې د بسک د یوه خپلواک هېواد د جوړولو داعیې ته یې د پای ټکی ایښی دی.
په پام کې ده چې دا ډله د خپلو تشکیلاتو د انحلال اعلان نن په فرانسه کې په یوه نړیوال کنفرانس کې وکړي.