په پاکستان کې ځانوژونکي برید د اټمي ادارې دوه کارکوونکي وژلي
د پاکستان په پنجاب ایالت کې پرون یوې ځانوژونکې حملې د دې هېواد د اټمي ادارې دوه کارکونکي وژلي دي.
د پنجاب د پولیسو یوه افسر محمد اسلم وویل په دې برید کې چې پر موټر سایکل سپور یوه ځانمرګي وکړه، ګڼشمیر کسان ژوبل شوي دي.
تر اوسه کومې ډلې د پنجاب ایالت د وروستي برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.