د جلال اباد ـ تورخم پر لویه لار نښته کې۶طالبان وژل شوي
د ننګرهار ولایت مقامات وايي، تېره شپه د جلال اباد تورخم پر لویه لاره د پوځي عملیاتو په نتیجه کې ۶ وسله وال او د افغانستان بانک دوه کارکوونکي وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډیو ته وویل وسله والو ته دا مرګ ژوبله وروسته تر هغې واوښته چې کله هغوی د افغانستان بانک دوه کارکوونکي مړه او یو بل ټپي کړ.
وسله والو طالبانو تر اوسه پورې د جلال اباد تورخم پر لویه لاره د شوې جګړې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.