په هاواي ایالت کې ۱۵سوه کسان د غره د لاوا خپرېدو له امله بېځایه شوي
د امریکا په هاواي ایالت کې د اورشیندونکي غره د لاوا د خپرېدو له امله شااوخوا یو نیم زر کسان له خپلو کورونو خوندي سیمو ته انتقال شوي دي.
د هاواي والي ملي ګارډ ته دنده سپارلې ده چې له بې ځایه شویو خلکو سره مرسته وکړي او له تخلیه شویو ۷۷۰ کورونو او تاسیساتو ساتنه وکړي.
تر اوسه د هاوای په ستر ټاپو کې د اورشیندونکي غره د لاوا په نتیجه کې د مرګ ژوبلې راپورونه نه دي خپاره شوي.