په روسیه کې پولیسو د ناوالني یو شمېر پلویان نیولي
په روسیه کې امنیتي ځواکونو په مختلفو ښارونو کې د حکومت د مخالف سیاستوال الکسي ناوالني یو شمیر پلویان نیولي دي.
الکسي ناوالني سبا ته په روسیه کې د ولسمشر ویلادمیر پوتین پر ضد چې راتلونکې دوشنبه په رسمي ډول بله ریاستي دوره پیلوي، د پراخو لاریونو غوښتنه کړې ده.
د ناوالني پلویانو سباته «دی زموږ پاچا نه دی» تر شعار لاندې اعتراضونه تنظیم کړي دي.
پولیسو په سات پیترسبورګ،کیمیروف،تومبو،رایزان،او څو نورو ښارونو کې د ناوالني پلویان توقیف کړي دي.
امنیتي ارګانونو ویلي دي چې نیول شوي کسان د عامه غونډو د جوړولو لپاره له وضعه شوو مقرراتو د سرغړونې په خاطر توقیف شوي دي.