ریال مادرېد د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پایته ورسوله
ریال مادرېد د بارسلونا په کوربهتوب د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پایته ورسوله.
دغه په زړه پورۍ سیالۍ چې تېره شپه په نیوکمپ سټډیوم کې وه، لوبه دوه د دوه پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
د لوبې لومړۍ نیمايي یو د یو مساوي اعلان شوه چې د بارسلونا لوبغاړی لوئیس سوارس او د ریال مادرېد پرتګالي لوبغاړی رونالدو یو-یو ګول ووهه.
په دوهمه نیمه کې لیونل مسي او ریالي لوبغاړی بیل ګول وواهه پهدې ډول لوبه ۲ د۲ پر وړاندې مساوي شوه.
بارسلونا د۸۷ امتیازونو په درلودو سره د لالیګا جدول په سر کې او ریال مادرېد په دغه جدول کې خپل درېيم کتار کې پاتې شو.