د غزني ولایتي شورا: دولت دې د غزني ـ پکتیکا لویه لار خلاصه کړي
د غزني ولایتي شورا له دولته غوښتنه کوي چې د غزني ـ پکتیکا ترمنځ لویه لاره دې د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.
د دغې شورا غړي خالق داد اکبري د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د یادې لارې په تړل کېدو سره خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي او دولت یې باید د خلاصون په هدف، جدي اقدامات وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې موټر چلوونکو او د لارې مسافرو د دغې لارې په اوږدو کې د مېشتو امنیتي پوستو له پولیسو سر ټکاوه او ویل یې چې غیرقانوني پیسې ورڅخه اخلي او ځوروي یې.
په ورته وخت کې بیا د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمد زمان ازادي راډيو ته وویل چې د یادې لارې د خلاصون لپاره عملیات پیل شوي او په خبره یې چې له مرکزه نور کومکي سرتېري هم ورغلي چې ډېر ژر به دغه لار د ټرافیکو پرمخ خلاصه کړي.
د ولیاتي شورا غړي بیا وایي چې که چېرې د دغه ولایت په امنیتي مسؤلینو او ولایتي ادارې کې تغیرات رانشي، نو ولایت به سقوط وکړي او د وسله والو طالبانو لاسته به ولوېږي.