ریال مادرید د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پای ته ورسوله
ریال مادرید د بارسلونا په کوربهتوب د ال کلاسیکو سیالۍ مساوي پای ته ورسوله.
دغه په زړه پورې سیالۍ چې تېره شپه په نیو کمپ سټډیوم کې وه، لوبه دوه د دوه پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده.
د لوبې لومړۍ نیمايي یو د یو مساوي اعلان شوه چې د بارسلونا لوبغاړی لوئیس سوارس او د ریال مادرید پرتګالي لوبغاړی رونالدو یو-یو ګول ووهه.
په دوهمه نیمه کې لیونل مسي او ریالي لوبغاړی بیل ګول وواهه پهدې ډول لوبه ۲ د ۲ پر وړاندې مساوي شوه.
بارسلونا د ۸۷ امتیازونو په درلودو سره د لالیګا جدول په سر کې او ریال مادرید په دغه جدول کې خپل درېيم کتار کې پاتې شو.