د کابل پولیسو تېره اوونۍ ۳۰ تنه د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیولي
د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې ۳۰ کسان د نشه يي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
د کابل ولایت امنیه قوماندان داود امین ازادي راډیو ته وویل چې د کابل پولیسو په تېره یوه اوونۍ کې د ۲۳ عملیاتو په ترڅ کې ۳۰ کسان د نشه يي موادو د قاچاق او خرڅلاو په تور د کابل ښار په بېلابېلو برخو کي نیولي او له دوی سره یې ۱۰ کیلو ګرامه هیروئين، ۵۴ کیلو ګرامه شیشه، نېږدې دوه کیلو ګرامه چرس، ۲۴ دانې ټابلیټ کا (K) ګولۍ او ۱۲۳ بوتله الکولي مشروبات هم نیولي دي.
ښاغلی امین وايي چې په کابل ښار کې د نشه يي موادو د قاچاق کوونکو نیول دوام لري او هڅه کوي چې له دې عملیاتو سره يو ځای له کابل ښار څخه د معتادینو را ټولولو کمپاین هم پر مخ بوځي.