له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۹ کسان د قاچاق په تور نیولي
له نشهيي موادو سره د مبارزې پولیسو ۲۹ کسان د درېیو ښځو په ګډون، بهر او داخل کې د نشهيي موادو د قاچاق په تور نیولي دي.
په هغه خبرپاڼه کې چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز لهخوا ازادي راډیو ته رسېدلې، راغلي چې له دې ۲۹ کسانو څخه ۱۱ تنو یې غوښتل چې په خپلو بکسونو او خېټو کې ځای پر ځای کړي نشهيي مواد د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې د هند پايتخت ډهلي ته قاچاق کړي.
له نیول شویو کسانو څخه تر ۴۲ کېلو ګرامو ډېر هیروئین، ۱۵۸ کېلو ګرامه تریاک، ۹۴ کېلو ګرامه چرس، څلور کېلو ګرامه کیمیاوي مواد، ۹ کېلو ګرامه شیشه او ۳۰۰ ټابلېټ کا ګولۍ نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ابتدائیه محکمې په تېره یوه اوونۍ کې ۱۳ کسان تر ۱۵ کالو پورې په بند محکوم کړي دي.