د امریکا د سوداګرۍ وزیر د سوداګریزو بحثونو لپاره چین ته ورسېد
د امریکا د سوداګرۍ وزیر ویلبور راس له چینایي چارواکو سره د سوداګریزو بحثونو لپاره نن شنبه پیکنګ ته ورسېد.
دا لیدنه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر ادارې اعلان وکړ چې دوی به له چین سره د پخواني توافق سره سره د چین پر ۵۰ میلیارده وارداتو ۲۵ فیصده تعرفه ولګوي.
پیکنګ ددې په ځواب کې ویلي چې له سوداګریزې جګړې څخه ویره نه لري.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چون یانګ پرون ویلي چې د مذاکراتو لپاره د چین دروازې پرانيستې دي.
د امریکا له خوا پر چین د تعرفې ګواښ د هغو شکایتونو په لړ کې شوی چې ګواکې پیکنګ ټکنالوژي پټوي او یا یې پر بهرنیو شرکتونو د فشار راوړلو په نتیجه کې ترلاسه کوي.