اسرائیلي ځواکونو یو فلسطینی کس په ډزو وواژه
اسرائیلي ځواکونو نن شنبه یو فلسطینی کس په ډزو وواژه.
د اسرائیل د پوځ په اعلامیه کې راغلي چې دغه کس هڅه وکړه، څو په الخلیل یا حبرون ښار کې یو شمېر سرتېري او ملکي وګړي په موټر ووهي.
د فلسطین روغتیایي کارکوونکو د دغه فلسطیني وژنه تأيید کړې، خو ډېر جزییات یې نه دي ورکړي.
دا پېښه داسې مهال شوې چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ شخړې په ډېرېدو دي.
الخلیل یا حبرون په لوېدیځه غاړه کې د فلسطین تر ټولو لوی ښار دی.