د کندز د دشت ارچي له ۵۷جګړه ځپلو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه
![د کندز د دشت ارچي له ۵۷جګړه ځپلو کورنیو سره نقدي مرسته وشوه](https://gdb.rferl.org/1BD3132B-C7F6-4BC3-B32C-C4885725AA93_w800_h450.jpg)
د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له ۵۷جنګ ځپلو بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي نن یکشنبې پر یادو بېځایه شویو کورنیو د مرستې وېشلو پرمهال وویل چې د مرسته شویو پيسو اندازه څه باندې پنځه میلیونه افغانیو ته رسېږي چې د حکومت لخوا مرستې شوي دي.
ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې یادې پېسې تر دققیې څېړنې وروسته پر اړمنو خلکو ووېشل شوې:
"د دشت ارچي ولسوالۍ پر هغو ۵۷ جنګ ځپلو کورنیو باندې نقدې مرستې د ولایت مقام د رهبرۍ له لورې ووېشل شوې چې د وروستیو جګړو له کبله دوی ته مالي زیانونه اوښتې وو او د دوی کورونه وران شوي وو او ترڅنګ یې کښت او زراعت یې له منځه تللي وو."
بېځایه شویو کورنیو د یادو مرستو په تر لاسه کولو خوښي وښودل.
په کندز کې د وروستیو جګړوه له وېرې ګڼې کورنۍ له خپلو مېنو بېځایه شوي چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.