ټرمپ وایي، د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو وروستۍ ګډه اعلامیه نه تأییدوي
د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې...
د امریکا د متحدوایالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د ۷ پرمختللو صنعتي هېوادونو د سرمشریزې...
په دغه ولایت کې له سېلابونو وروسته د سرخاب او اندراب د سیندونو اوبو د خلکو ملکیتونه له ځان سره وړي او د لا ویجاړېدو په حال کې دي. د ازادي راډيو خبریال بشیر احمد غزالي د دغه ولایت یو شمېر زیانمن شویو سیمو ته تللی او وېډیویي راپور یې برابر کړی.
په دغه ولایت کې له سیلابونو وروسته د سرخاب او اندراب د سیندونو اوبو د خلکو ملکیتونه له ځان سره وړي او د لا ویجاړیدو په حال کې دي. د ازادي راډيو خبریال بشیر احمد غزالي د دغه ولایت یوشمیر زیانمنو شویو سېمو ته تللی او ویډیویې راپور برابر کړی.
د هند پوځي چارواکي وايي، په کشمیر کې یې هغه وسله وال وژلي دي چې د هند تر ولکې لاندې کشمیر ته یې د ننوتو هڅه کوله....
د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې ۶۰ وسله وال او ۲۳ د ملي اردو سرتېري وژل شوي دي. د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډیو ته وویل چې سلګونو وسله والو د شنبې په شپه ناوخته د کندهار د شاوليکوټ ولسوالۍ په زنګیتان سیمه کې د ملي اردو پر قرارګاه حمله وکړه. د دراني په وینا، د وسله والو طالبانو او ملي اردو د سرتېرو ترمنځ په جګړه کې چې ملي پولیس يې مرستې ته ورغلي، ۶۰ وسله وال وژل شوي چې په وژل شویو وسله والو کې د مقابل په نوم د دې ډلي د قطعې قوماندان هم شامل دی . د دراني په وینا، دغې جګړې... Читать дальше...
د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له ۵۷جنګ ځپلو بېځایه شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه. د کندز والي عبدالجبار نعیمي نن یکشنبې پر یادو بېځایه شویو کورنیو د مرستې وېشلو پرمهال وویل چې د مرسته شویو پيسو اندازه څه باندې پنځه میلیونه افغانیو ته رسېږي چې د حکومت لخوا مرستې شوي دي. ښاغلي نعیمي زیاته کړه چې یادې پېسې تر دققیې څېړنې وروسته پر اړمنو خلکو ووېشل شوې: "د دشت ارچي ولسوالۍ پر هغو ۵۷ جنګ ځپلو کورنیو باندې نقدې مرستې د ولایت مقام د رهبرۍ له لورې ووېشل شوې چې د وروستیو جګړو له کبله دوی ته مالي... Читать дальше...
د خالي پر ورځ په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد عدالت د وزیرستاني ځوان نقیب الله مسود د مقدمې اوریدنه وکړه چې پکې د نوموړي په وژنه تورن پولیس افسر راو انوار لخوا هغه ته د بي کلاس جیل سهولتونو ورکولو درخاست ومنل شو.
د ننګرهار د اقتصاد رئیس وايي، په وروستیو کې په دې ولایت کې د برېښنا د زیاتې پارچاوۍ له امله د شیخ مصري په صنعتي ښارګوټي کې زیاتې صنعتي فابریکې له ستونزو سره مخ دي او که د دوی د برېښنا ستونزه حل نه شي نو زیات شمېر فابریکې به وتړل شي. شیرعلم امله وال نن ازادي راډيو ته وویل که څه هم په دې اړه يې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د برېښنا شرکت سره ناستې کړي، خو دا ستونزه لا هم پرځای پاتې ده. په ورته وخت کې په ننګرهار کې د کلیوال اوسپنې ویلي کولو فابرېکې مسؤل انجنیر بختیار ازادي راډيو ته وویل چې له تېرې یوې... Читать дальше...
په کابل کې د لومړي ځل لپاره د ښځو د وړتیاوو په نوم عمومي نندراتون جوړ شوی دی چې څلور ورځې داوم کوي. په دې نندراتون کې بېلابېل خوراکي او غیر خوراکي توکي په لسګونه غرفو کې نندارې او خرڅلاوو ته وړاندې شوي دي. د دغه نندارتون یوې ګډونوالې زحل نن ازادي راډيو ته وویل چې په دې نندارتون کې له بېلابېلو ولایتونو څخه هم کاروباري مېرمنو برخه اخیستې ده. اغلې زحل دغه ډول نندراتونه ګټور وبلل او ویې ویل چې باید دغه لړۍ ولایتونو ته هم وغځول شي ترڅو د ده په وینا خلک د ښځو له سوداګرۍ خبر شي. دا افغانستان د سوداګرۍ... Читать дальше...
ګڼو لوېدیځو رسنیو د وسله والو طالبانو له خوا د کوچني اختر په درې ورځو کې د اوربند پر اعلان راپورونه...
کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د اعلان په اړه یو شمېر ...
د چین ولسمشر شي جن پنګ د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو اتحاد ستایلی دی. ولسمشر شي پرون شنبه د دې سازمان د مشرانو د غونډې په پېل کې د وینا پرمهال وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان غړي د ګډ تفاهم د موندلو او د ټولو د ګټې لپاره د همکارۍ زیاتولو او د ستونزو د حل هڅې کوي. د شانګهای د همکارۍ سازمان اته غړي او څلور څارونکي لري. هند او پاکستان چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې یې د سازمان غړیتوب ترلاسه کړ، سږکال اول وار د دایمي غړو په توګه د شانګهاي د همکارۍ سازمان د مشرانو په غونډه کې ګډون لري. د دې سازمان د مشرانو د کار اصلي ورځ نن یکشنبه ده.
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د جون په دولسمه په سينګاپور کې د شمالي کوریا له مشر کیم جون اون سره د ده کتنه د شمالي کوریا لپاره داسې موقع ده چې بیا نه شي تکرارېدای. د امریکا ولسمشر پرون شنبه په کاناډا کې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو د غونډې په څنډه کې خبریالانو ته وویل چې د غونډې په اړه ډاډمن دی. ډونالد ټرمپ چې سينګاپور ته تر روانېدو لنډه شېبه مخکې خبرې کولې، وویل: "زه د سولې له ماموریت سره ځم او د ميلیونونو انسانانو هيلې به په زړه کې راسره وړم، د ټولې نړۍ د خلکو، موږ باید... Читать дальше...
یهودۍ نرسې جینا تورګیل چې د یهودانو پرضد د نازي المان د تشدد په کلونو کې یې د ان فرانک په نوم د یوې یهودۍ نجلۍ پالنه کړې وه، له نړۍ سترګې پټې کړې. ان فرانک په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د نازي المانيانو د شکنجې په یوه کمپ کې حصبې یا د تیفویید تبې نېولې وه او جینا تورګیل یې د مړینې تر وخته پالنه کړې وه. ان فرانک چې د نازي المانيانو تر سقوط وروسته یې يادداښتونه چاپ شول، پر یهودانو د دوهمې نړیوالې جګړې پرمهال د ظلم او د تشدد پر وړاندې د یهودانو د مقاومت په سمبول بدله شوه. جینا تورګیل د پولند په کراکوف... Читать дальше...
د سرپل د ولایتي شورا مشر محمد نور رحماني د سرپل ښار د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه. ښاغلي رحماني پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو د سرپل ښار زیاتې سیمې له جدي امنیتي ګواښ سره مخامخ کړې دي. د سرپل د ولایتي شورا مشر وویل چې حکومتي ځواکونو ته ښايي چې په سرپل کې د امنیت څرنګوالي ته جدي پام وکړي. خو د سرپل امنیه قوماندان عبدالقیوم باقي زوي د ښار د امنیت په اړه ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي چې لازم تدابیر یې نیولي دي.
د شانګهای د همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو مشرانو نن یکشنبه د دوهمې او وروستۍ ورځې لپاره سره ګوري. د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او یوشمېر نور لوړ رتبه دولتي چارواکي هم په دې غونډه کې ګډون لري. په کابل کې د چین سفیر لیو جین سانګ پرون د چین له ټلویزیوني شبکې «سي سي» سره په مرکه کې وویل چې د شانګهای د همکارۍ سازمان به د افغانستان د سولې په تامين کې مهم رول ولوبوي. لیوجین سانګ وویل: "د شانګهای د همکارۍ سازمان به په ټوله نړۍ کې د افغانستان پر مسئله د تفاهم د رامنځته کېدو لپاره مهم رول ولوبوي، څو ټول د افغانستان پرمسئله په یوه غږ خبرې وکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د جګړې د دواړو خواوو له لورې د موقت اوربند اعلان د سولې د خبرو او مذاکرو لپاره لومړی ګام دی. د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دایمي اوربند د ټینګولو لپاره خوشبیني زیاته ده او د افغانستان حکومت به د دایمي سولې د ټينګښت لپاره هره هڅه کوي. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون د طالبانو له لورې د درې ورځني اوربند د اعلان هرکلی وکړ. د افغانستان د حکومت له لورې به د افغان طالبانو په وړاندې د روژې د مبارکې... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني پرون شنبه د جون په ۹ مه د موقت اوربند اعلان د خپل حکومت زړور ...
ولسمشر ډونالد ټرمپ یو وار بیا وویل، روسیې ته دې اجازه ورکړل شي چې د نړۍ د ۷ سترو صنعتي هېوادونو ډلې...
تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په حمله کې درې محلي او دوه ملي پولیس وژل شوي او دوه محلي او یو ملي پولیس ټپیان شوي دي. د کندهار د والي ویاند محمد داود احمدي ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته وسله والو طالبانو د ارغنداب ولسوالۍ د ناګهان په سیمه کې د محلي او ملي پولیسو پر پوستو په حمله کې درې محلي او دوه ملي پولیس وژلي او یو ملي او دوه محلي پولیس يې ټپیان کړي دي. د احمدي په وینا، په دغه جګړه کې وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقيق شمېر يې نه دی معلوم. وسله... Читать дальше...