کيف کې د اروپايي ټولنې د استازي د دفتر مخې ته مظاهره وشوه
د اوکراين په پلازمېنه کيف کې پرون پنجشنبه د اروپايي ټولنې د استازي د دفتر مخې ته کوچنۍ مظاهره وشوه.
برخهوالو په روسيه کې د فوټبال د نړيوال جام له روانو سياليو سره د بايکاټ غوښتنه کوله.
مظاهرهچيانو د اوکراين په وړاندې د روسيې د تهاجم يادونه وکړه او د اوکرايني فلمي لارښود اوله سينڅوف غذايي اعتصاب ته يې د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.
په روسيه کې د تروريستي اعمالو په تور د سينڅوف شل کلن بند په پراخه پيمانه غندل شوى او ويل شوي چې دغه قضيه سياسي انګېزه لري.