په بغلان کې لسګونو طالبانو د افغان چارواکو تر څنګ د اختر لمونځ وکړ
د بغلان والي وايي په بُرکه ولسوالۍ کې په لسګونو وسلوالو طالبانو له خپلو مشرانو سره يوځاى د دولتي مسوولانو تر څنګ د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
والي عبدالحى نعمتي، ازادۍ راډيو ته وويل، د دغو وسلوالو طالبانو شمېر سلو ته رسېده.
د هغه په خبره دوى له اوربند څخه په استفاده د ولسوالۍ مرکز ته داخل شول او هلته يې د افغان چارواکو تر څنګ د اختر لمونځ وکړ.